په مکتب کې مذهبي درسونه

ماشومان په مکتب کې مذهبي درسونو کې برخه اخیستلی شي. د درسونو پر مهال ماشومانو ته د مذهب، روایاتو او ارزښونو په باره کې توضیحات ورکول کېږي.

احترام

ټول مکتبونه، رسمي مکتبونه او خصوصي مکتبونه دواړه، ماشومانو ته درس ورکوي چې د نورو خلکو د عقیدې او نورو کولتورونو احترام وکړي. د مذهبي درسونو پر مهال ستاسو ماشومانو ته دا درس نه ورکول کېږي چې په څشي عقیده ولري، بلکې د مذهب، روایاتو او ارزښتونو په اړه توضیحات ورکول کېږي. مکتب ته د تګ لپاره ضروري نده چې ماشومان دې په کوم خاص مذهب عقیده ولري. هغوی هم ازاد دي چې بې مذهبه وي.

رسمي مکتبونه

په رسمي (دولتي) مکتبونو کې ستاسو ماشومان مذهبي درسونو ته تللی شي. هغوی د کاتولیک، ارتوډکس، پروټسټنټ، انجلیکان، یهودي یا اسلامي مذهبونو څخه یو، یا اخلاقیات غوره کولی شي.

شخصي مکتبونه

په خصوصي مکتبونو کې ماشومانو ته د مذهب درس هم ویل کېږي، خو عموماً تاسو انتخاب نشئ کولی چې کوم مذهب. په بلجیم کې اکثره خصوصي مکتبونه کاتولیک مکتبونه دي. دغو مکتبونو کې د زده کړو لپاره ضرور نده چې ته یا ستا ماشوم په دغه مذهب عقیده ولري.