په بل کوم دلیل دې خپل هویتي اسناد بېرته غواړې

ته خپل هویتي اسناد څنګه غوښتلی شې؟

په هالنډۍ، فرانسوۍ، المانۍ یا انګلیسي ژبه کې cid.teruggavedocumenten@ibz.fgov.be ته یو ایمیل واستوه. ایا درخواست دې عاجل دی؟ لطفاً دغه پکې ووایه.

کېدی شي چې ستاسو اسناد RvV/CCE سره وي. په دې صورت کې به د مهاجرت دفتر تا ته خبر درکړي، او تا لپاره به ضروري وي چې نېغ په نېغه RvV/CCE سره تماس ونیسې.

خپل درخواست کې باید څه شی ذکر کړم؟

ددې دلیلونه پکې ووایه چې ولې خپل اسناد بېرته غواړې. همداراز ضروري ملاتړي اسناد پکې شامل کړه.

که د مهاجرت دفتر فکر وکړي چې ستا دلیلونه کفایت نه کوي، نو ستا اسناد به بېرته درنکړي او د مهاجرت د دفتر یا CGVS/CGRA په توقیف کې به پراته وي.

اسناد مې کله راخیستلی شم؟

تا ته به ایمیل کې یوه دعوت نامه درولېږل شي چې اسنادو پسې دې لاړ شه او راوایې خله. دا ښايي څو ورځې وخت ونیسي. په دعوت نامه کې به لیکل شوي وي چې ته پسې باید کوم ځای ته او کله لاړ شې.

څوک اسناد راخیستلی شي؟

لازمه ده چې ته خپل اسناد په خپله راواخلې او د ترلاسه کولو یو رسید به امضاء کوې. خو ته د خپلو زیرسن بچو اسناد هم راخیستلی شې.

ایا نشې کولی چې په خپله حاضر شې؟ ته بل څوک استولی شې. دغه کس باید ستا د اجازې خط ولري. دا یو لیکلی سند دی په کوم کې چې ته دغه کس ته اجازه ورکوې چې ستا اسناد راواخلي. په دې اسناد کې باید دا خبره هم لیکل شوې چې ته خپله ولې نشې حاضرېدلی او اسناد دې نشې راخیستلی. همداراز ضروري ملاتړي اسناد پکې شامل کړه.

 آیا ته یو ځانته ماشوم یې؟ ته او ستا سرپرست کولی شې چې اسناد دې راواخلئ یا یې ستا سرپرست ځانته هم راخیستلی شي.