مساوات

په بلجیم کې سړي او ښځې د قانون په وړاندې یو برابر دي. هغوی یو شان حقوق لري. قانون کې ښځې ته د یو برابر حقونو نه ورکولو ممانعت دی. ته همداراز نشې کولی چې چا سره د هغوی د اصلیت، جنسي میلان یا دین پر اساس تبعیض وکړې.

تبعیض په بلجیم کې غیر قانوني دی.

ټول بلجیمان د قانون په وړاندې یو برابر دي. ته چا سره په لاندې اساساتو په دلیل تبعیض نشې کولی:

  • جنسیت (په دې چې ښځه یا سړی دی)
  • ذات یا د پوستکي رنګ
  • اصلیت (تابعیت)
  • جنسي میلان (سړو یا ښځو لپاره ترجیح)
  • زېږون
  • عمر
  • مذهب
  • معلولي

جنسيتي برابري

  • په بلجیم کې سړو او ښځو دواړو ته اجازه ده چې مکتب ته لاړ شي، ورزش وکړي، کار وکړي، سیکس وکړي، او داسې نور.
  • ښځې او سړي د خپلو پارټنرانو (سړي یا ښځې) په غوره کولو کې ازاد دي.
  • د سړو په څېر ښځې هم ازادي لري چې د خپلو بدنونو سره څه کول غواړي (څوک یې لمس کولی شي، چا سره تماس نیول غواړي او داسې نور).
  • د سړو په څېر ښځې هم ازادي لري چې په مکمله خپلواګه توګه عمل وکړي، موټر وچلوي، بانکي حساب خلاص کړي.
  • د سړو په څېر ښځې هم کار کولی شي. ښځې د هر کال او وظیفې کولو اجازه لري، نو هغوی هم ډاکټرانې، پولیس افسرانې، وکیلانې یا قاضیانې کېدلی شي.
  • سړي هم اجازه لري چې هر کار او وظیفه وکړي، او د نرسانو یا صفايي کوونکو په صفت کار کولی شي.