چیرته سګریټ څکلی شې؟

په بلجیم کې اجازه نشته چې په عامه ودانیو، د کار په ځای، کیفې ګانو یا رستورانونو او د هرکلي مرکز کې سګریټ وڅکئ. خو په لاره کوڅه یا ازاد هوا کې سګریټ څکلی شې.

که د سګریټ څکلو ممانعت مراعات نه کړې نو کېدی شي چې جزا درکړی شي او د جریمې ادا کول درباندې راشي. دا جریمې ډېرې لوړې دي. د سګریټو فلټرونه د کثافاتو په سطل کې اچوه، لاره کې یې مه غورځوه.

د تمباکو یا سګریټو اخیستل

که تمباکو یا سګریټ اخیستل غواړې نو عمر دې باید 18 کاله وي. د عمر د کتلو لپاره دې دوکاندار ښايي د هویت اسناد وغواړي.