ته د خپل فامیل په لټون یې

سور صلیب درسره د فامیل د غړو په لټولو کې کومک کوي. سور صلیب ګرده نړۍ کې د سره صلیب او سرې میاشتې د نورو ادارو سره او په جنګي منطقو کې خاصو استازو سره همکاري کوي.

د سره صلیب 'د فامیلی کړیو بېرته رغولوٰ' خدمت تاسو سره کومک کوي چې د مهاجرت، وسله والې شخړې، طبعي فاجعې یا انساني فاجعې نه وروسته د فامیل غړي پیدا کړئ. دا خدمت وړیا دی.

د فامیلي کړیو بیا رغولو اداره تاسو سره دې چارو کې مرسته کوي:

  • د فامیل د ورکو شوو غړو لټول
  • د فامیل د غړو سره بیا تماس پیدا کول

په جنګي منطقه کې فامیل سره تماس

د جنګ یا فاجعو په منطقو کې د ارتباط وسایل لکه تلیفون، پوسټ یا انټرنېټ عموماُ فعالیت نلري. د سور صلیب د پېغامونوله لارې سور صلیب کومک کوي چې د اغېزمنې شوې منطقې او بهرنۍ نړۍ ترمینځ تماس بیا جوړ شي: