مساوات
په بلجیم کې سړي او ښځې د قانون په وړاندې یو برابر دي. هغوی یو شان حقوق لري. قانون کې ښځې ته د یو برابر حقونو نه ورکولو ممانعت دی. ته همداراز نشې کولی چې چا سره د هغوی د اصلیت، جنسي میلان یا دین پر اساس تبعیض وکړې.
تبعیض په بلجیم کې غیر قانوني دی.
ټول بلجیمان د قانون په وړاندې یو برابر دي. ته چا سره په لاندې اساساتو په دلیل تبعیض نشې کولی:
- جنسیت (په دې چې ښځه یا سړی دی)
 - ذات یا د پوستکي رنګ
 - اصلیت (تابعیت)
 - جنسي میلان (سړو یا ښځو لپاره ترجیح)
 - زېږون
 - عمر
 - مذهب
 - معلولي
 
        
      
    جنسيتي برابري
- په بلجیم کې سړو او ښځو دواړو ته اجازه ده چې مکتب ته لاړ شي، ورزش وکړي، کار وکړي، سیکس وکړي، او داسې نور.
 - ښځې او سړي د خپلو پارټنرانو (سړي یا ښځې) په غوره کولو کې ازاد دي.
 - د سړو په څېر ښځې هم ازادي لري چې د خپلو بدنونو سره څه کول غواړي (څوک یې لمس کولی شي، چا سره تماس نیول غواړي او داسې نور).
 - د سړو په څېر ښځې هم ازادي لري چې په مکمله خپلواګه توګه عمل وکړي، موټر وچلوي، بانکي حساب خلاص کړي.
 - د سړو په څېر ښځې هم کار کولی شي. ښځې د هر کال او وظیفې کولو اجازه لري، نو هغوی هم ډاکټرانې، پولیس افسرانې، وکیلانې یا قاضیانې کېدلی شي.
 - سړي هم اجازه لري چې هر کار او وظیفه وکړي، او د نرسانو یا صفايي کوونکو په صفت کار کولی شي.
 
  