د کرایې لپاره یو کور پیدا کړئ

تاسو د مهاجر په صفت قبلېدو نه وروسته 2 میاشتې وخت لرئ چې ځان لپاره کور پیدا کړئ. د دغه وخت نه وروسته لازمه ده چې تاسو د CPAS/OCMWد استوګنې مرکز یا کور خوشې کړئ.

که تاسو د 2 میاشتو نه وروسته بیا هم کور نه وي موندلی، نو فیدازیل کولی شي چې دغه موده زیات نه زیات 4 میاشتو لپاره اوږده کړي.

خپل اسناد مو برابر کړئ

خپل کور لپاره د لټون پیل کولو نه مخکې دا خبره یقیني کړئ چې ټول اسناد مو برابر وي.

تاسو د کرایې د قراردادلپاره دغو اسنادو ته اړتیا لرئ.

د یوه کور لپاره څومره پیسې ورکولاۍ شئ؟ 

  • موږ وړاندیز کوو چې ستاسو د عاید دریمه برخه خپل د کور لپاره وکاروئ. د خپل عاید نیمایي څخه ډیر په کرایه باندې مه کاروئ!

یو کور پیدا کړئ

تاسو د یو کور لټون په دې طریقو کولی شئ

  •  په شخصي بازار کې: د راهنما له لارې یا د دوستانو، اشنایانو له لارې او یا داوطلب کسان چې تاسو سره به یې پیدا کولو کې کومک وکړي.
  • په ټولنیز بازار کې: د ټولنیزې کرایې دفتر (SVK/AIS) یا د ټولنیزو کورونو شرکت (SHM/SLS) هغو خلکو ته کورونه ورکوي چې کور ته اړتیا لري.

د لیدنې لپاره د ملاقات وخت وټاکه

  • وګورئ چې آیا کور په ښه حالت کې دی. آیا پوره ځای لري؟ آیا مرطوب ځایونه پکې شته؟ آیا اوبه، بخارۍ او برق پکې شته؟ آیا کور ستاسو د فامیل لپاره یو خوندي ځای دی؟

د کرایې قرارداد شرایط ومنه او لاسلېک کړه

  • د کور څښتن او تاسو (کرایه) دار باندې لازمه ده چې یو قرارداد لاسلېک کړئ.
  • د کور څښتن د کرایه دار څخه د یوې ضمانتي کرایې غوښتنه کوي. د کرایې ضمانت د 1 نه تر 3 میاشتو د کرایې پورې فرق کوي. تاسو CPAS/OCMW نه غوښتنه کولی شئ چې د کرایې ضمانت مخکې ورکړي، خو په تاسو به وروسته دغه پیسې بېرته ورکول وي.