د کرایې د کور کرایه څومره وي؟

د قبول شوي مهاجر په صفت، د خپل کور تر څنګ تاسو دې ته هم ضرورت لرئ چې خپل د ژوند ضرورتونه هم پوره کړئ: خواړه، بخارۍ، برق، اوبه، او داسې نور. دا خبره یقیني کړئ چې میاشتنۍ کرایه مو ډېره جیګه نه وي، تر څو د ژوند کولو لپاره کافي ولرئ.

د کور لپاره مناسبه کرایه څه ده؟

  • د 2 ماشومانو د یوې کورنۍ لپاره مناسبه کرایه تر 850 یورو پورې (د میاشتې) ده، د خوب د دوو خونو لرونکي یو اپارتمان یا کور لپاره.
  • د یو مجرد سړي یا ښځې, لپاره د کرایې مناسب قیمت د یو اطاق یا سټوډیو 500 یورو (د میاشتې) دي.
  • کرایه بلجیم کې د یو ښار نه بل ښار سره (او د یو ګاونډ نه بل ګاونډ سره) ډېر فرق کوي.

د کور څښتن د کرایه دار څخه د یوې ضمانتي کرایې غوښتنه کوي. د کرایې ضمانت د 1 نه تر 3 میاشتو د کرایې پورې فرق کوي. تاسو CPAS/OCMW نه غوښتنه کولی شئ چې د کرایې ضمانت مخکې ورکړي، خو په تاسو به وروسته دغه پیسې بېرته ورکول وي.