د هویت اسناد او په خپله خوښه وطن ته ستنېدل

ته خپل هویتي اسناد څنګه غوښتلی شې؟

په هالنډۍ، فرانسوۍ، المانۍ یا انګلیسي ژبه کې cid.teruggavedocumenten@ibz.fgov.be ته یو ایمیل واستوه. ایا درخواست دې عاجل دی؟ لطفاً دغه پکې ووایه.

کېدی شي چې ستاسو اسناد RvV/CCE سره وي. په دې صورت کې به د مهاجرت دفتر تا ته خبر درکړي، او تا لپاره به ضروري وي چې نېغ په نېغه RvV/CCE سره تماس ونیسې.

خپل درخواست کې باید څه شی ذکر کړم؟

که ته خپل اصلي وطن ته ستنېدل غواړې، نو لازمه ده چې دې لپاره یو ټکټ ریزرویشن یا یوه بشپړه شوې REAB فورمه وښايې.

که ته لا هم په پروسیجر کې یې، نو تانه به غوښتنه وشي چې د نړیوال حفاظت لپاره دې درخواست بېرته واخلې.

اسناد مې کله راخیستلی شم؟

تا ته به ایمیل کې یوه دعوت نامه درولېږل شي چې اسنادو پسې دې لاړ شه او راوایې خله. دا ښايي څو ورځې وخت ونیسي. په دعوت نامه کې به لیکل شوي وي چې ته پسې باید کوم ځای ته او کله لاړ شې.

څوک اسناد راخیستلی شي؟

لازمه ده چې ته خپل اسناد په خپله راواخلې او د ترلاسه کولو یو رسید به امضاء کوې. خو ته د خپلو زیرسن بچو اسناد هم راخیستلی شې.

ایا نشې کولی چې په خپله حاضر شې؟ ته بل څوک استولی شې. دغه کس باید ستا د اجازې خط ولري. دا یو لیکلی سند دی په کوم کې چې ته دغه کس ته اجازه ورکوې چې ستا اسناد راواخلي. په دې اسناد کې باید دا خبره هم لیکل شوې چې ته خپله ولې نشې حاضرېدلی او اسناد دې نشې راخیستلی.

آیا ته یو ځانته ماشوم یې؟ ته او ستا سرپرست کولی شې چې اسناد دې راواخلئ یا یې ستا سرپرست ځانته هم راخیستلی شي.