بلجیم یو پاچا لري

بلجیم یو سلطنت دی چې مشر یې پاچا دی. پاچا محدود سیاسي قوت لري، خو هغه د هیواد یو پیاوړی سمبول دی.

محدود سیاسي قوت

په بلجیم کې پاچا محدود سیاسي قوت لري. هغه د هیواد سمبول دی. څنګه چې بلجیم یو دموکراتیک هیواد دی، نو سیاسي قوت د پارلمان او لومړي وزیر سره دی. دوی د ولس لخوا انتخابېږي. پاچا سیاسي رهبرانو ته مشورې ورکوي او ټول قوانین لاسلیک کوي. دا کار د اساسي قانون، کوم چې د بلجیمانو تر ټولو مهم قانون دی، له مخې اجباري دی.

میراث

اوسنی پاچا، فیلیپ، د خپل پلار نه وروسته په تخت کېناستو. پاچايي وراثتي ده، یوازې د اوسني پاچا بچي باچا جوړېدلی شي. که باچا خپله بچي ونلري نو ورور یا خور یې باچا یا ملکه جوړېږي.

زمونږ شاهي کورنۍ

پاچا فیلیپ په بروسلز کې د خپلې ملکې ماتیلده او څلورو بچو سره ژوند کوي. د هغوی مشره لور، شهزادګۍ الیزابت، به یوه ورځ د بلجیم ملکه جوړېږي.

شاهي کورنۍ
© شاهي ماڼۍ - عکاس: Michel Gronemberger