کثافات جلا کول لازم دي

په بلجیم کې لازمه ده چې کثافات د کثافاتو په مختلف رنګه جلا جلا بکسونو کې واچوئ. رنګونه او بکسونه یې په هره ښاروالي او ښار کې فرق کوي.

د کثافاتو جلا کول

کثافات بېلابېل ډولونه لري:

  • بیولوژیکي = شنې مېوې، سبزيانې، د هګیو پوستکي
  • پلاستیکي = پلاستیکي بوتلې
  • اوسپنیز = د اوسپنې ډبې، قوطي
  • ښیښه = د ښیښې بوتلې یا لوښي
  • کاغذي او کارټني = ورځپاڼې، کارټني بکسونه
  • الکترونیکي اسباب = تلویزیونونه، موبایلونه، د ویښتانو وچولو ماشینونه، چارجرې
د کثافاتو جلا کول

کثافات بلجیم کې د ډول له مخې (په ترتیب)جلا اچول کېږي تر څو نوي تولیدات ترې جوړ کړی شي (بیاجوړول).

که تاسو خپل کثافات بیل بیل وانه چوئ، نو کېدی شي چې ښاروالي یا ښار ستاسو د بکسې د اخیستلو نه انکار وکړي. ښاروالي یا ښار درباندې همداراز جریمه تحمیلولی شي.

د جلا کولو لپاره د کثافاتو بکسې

هره ښاروالي د کثافاتو د غونډولو لپاره خپل مقررات لري. د کثافاتو د اکثرو ډولونو لپاره د کثافاتو مختلف رنګه بکسې یا کڅوړې شته چې تاسو یې باید د خپلې ښاروالۍ یا خپله ښاروالۍ کې د دوکان نه واخلئ.

ښاروالي کثافات غونډوي.

ښاروالي یا ښار هفته کې په یوه خاص معلومه ورځ کثافات غونډوي. هره ښاروالي په دې اړه مقررات لري چې د کوم رنګ والا بکسه یا کڅوړه باید په کومه ورځ او د کوم وخت نه بېرون کېښودل شي. که تاسو د اجازه ورکړل شوو ساعتونو یا ورځو نه غیر په نورو ورځو یا ساعتونو کې خپلې د کثافاتو کڅوړې بېرون پرېږدئ نو کېدی شي چې جریمه کړی شئ.

د ښاروالۍ د کثافاتو د غونډولو په ضرب الاوقات کې ویل شوي دي چې په کومه ورځ د کوم ساعت نه تاسو کومه بکسه یا کڅوړه بېرون ایښودلی شئ.

د کنټینرو پارک

غټ شیان یا کثافات چې ښاروالي یې د غونډولو لپاره نه راځي - مثلاً تلویزیونونه، صوفې، المارۍ، تیږې - دغو شیانو نه تاسو د خپلې ښاروالۍ په کنټینر پارک کې ځان خلاصولی شئ. دغه داسې ځای دی چیرته چې تاسو په غټو کنټینرو کې کثافات غورځولی شئ. ځینې وختونه باید تاسو د کثافاتو د غورځولو لپاره پیسې ورکړئ.