د نلکې اوبه د څښلو وړ دي

د نلکې اوبه بلجیم کې د څښلو وړ دي. یوازې هغه وخت چې یوه لوحه باندې لیکلي وي چې منع دي نو بیا هغه اوبه نشې څښلی.

د څښلو وړ اوبه

د څښلو وړ

د نلکې اوبه بلجیم کې هر ځای کې د څښلو وړ دي. دا ډېر په سختۍ سره کتل کېږي. ځینې وختونه کله چې اوبه اوخوټکوې نو سپین مواد پرې لیدل کېږي. هغه چاک دی. چاک د روغتیا لپاره ضرري ندی. چاک د بېلګې په توګه شیدو کې هم شته.

اوبه د څښلو وړ ندي

د ممنوعیت لوحه

که په یوه نلکه باندې د ممنوعیت لوحه لیکلې وي، نو دغه اوبه بیا د څښلو وړ ندي. هغه کېدی شي یو کوهي نه د باران اوبه وي.