محرمیت

په بلجیم کې ستاسو د محرمیت او فامیلي ژوند احترام کېږي. یوازې په ځینو خاصو حالاتو کې، د بېلګې په توګه هغه وخت چې څوک په عاجل وضعیت کې وي، نو څوک په شخصي ژوند کې مداخله کولی شي.

مسلکي رازداري

تاسو خپل ډاکټر یا خپل ټولنیز کارمندته د راز خبره کولی شئ. هغوی دغه راز بل چاته نشي ویلی. یوازې هغه وخت چې یو څوک په عاجل وضعیت کې وي، نو هغوی خپله مسلکي رازداريماتولی شي.

عکسونه او ویډیوګان

ستاسو او یا نورو خلکو په عکسونو او ویډیوګانو د عکس حقونه تطبیق کوي. دا په دې مانا چې د یو تن د هر عکس لپاره په تاسو لازمه ده چې د کوم تن عکس یا فیلم جوړول غواړئ د هغه یا هغې نه اجازه واخلئ. که نور خلک ستاسو عکس یا فیلم اخیستل غواړي نو په هغوی هم لازمه ده چې تاسو نه اجازه واخلي.

د عکس یا فیلم اخیستلو اجازه په دې مانا نده چې تاسو یې وروسته د دغه عکس یا فیلم د استعمال اجازه هم ورکوئ.

د استعمال لپاره هم لازمه ده چې تاسو اجازه ورکړئ یا که بل نفر ستاسو د عکس یا فیلم نه استفاده کول غواړي نو باید اجازه ورکړئ.

عکس اخیستل

ستاسو شخصي ډاټا

نور خلک یوازې هغه وخت ستاسو شخصي ډاټا غونډولی، استعمالولی یا لېږدولی شي چې تاسو د دغسې کولو اجازه ورکړئ. په ځینو حالتونو کې یوه اداره اړتیا نه لري چې تاسو نه اجازه واخلي. د بېلګې په توګه، که یوه دولتي اداره ستاسو د معلوماتو نه غیر خپل کار نشي ترسره کولی او یا که قانون اجازه ورکوي.

ځینې مثالونه:

  • هغه معلومات چې تاسو یې DVZ/OE یا CGVS/CGRA ته ورکوئ.
  • هوايي ډګر کې د بدن سکین (امنیت لپاره)
  • عملیاتو لپاره د بدن ګروپ شریکول (ستاسو د روغتیا لپاره)

ستاسو حقونه

که تاسو د خپلو معلوماتو د غونډولو، استعمال یا لېږدول کېدو لپاره رضایت ورکړی وي، نو تاسو خپل رضایت هر وخت لغوه کولی شئ. په دغه وخت کې به ستاسو معلومات چلیپا کړی شي.

تاسو د هر سازمان نه پوښتنه کولی شئ چې ستاسو په اړه کوم معلومات یې ساتلي دي. تاسو ترې همداراز پوښتنه کولی شئ چې ستاسو په ډاټا څه کوي. هر سازمان قانوناً مکلف دی چې تاسو ددې نه خبر کړي.

ستاسو کور او خط و کتابت

ستاسو خپل کور او ستاسو خط و کتابت (پوسټ، خطونه) شخصي دي. دولت یوازې هغه وخت کې مداخلی کولی شي:

  • چې عامه امنیت یا اقتصادي رفاه په خطر کې وي
  • د جرمونو د مخنیوي لپاره
  • د نورو د روغتیا، مورالونو، حقونو او ازادیو د حفاظت لپاره.