تاسو د استوګنې په مرکز کې ژوند نه کوئ او طبي مرستې ته اړتیا لرئ

که د پناه غوښتونکي په توګه، تاسو د استوګنې په مرکز کې نه اوسئ، تاسو بیا هم صحې مرستې ترلاسه کولی شئ.

ډاکټر ته ورتلل

صحي مرسته څشی دی؟

 

  • که مریض یې نو عمومي ډاکټر ته تلل
  • که غاښونو کې دې درد وي نو د غاښونو ډاکټر ته تلل
  • د ډاکټر په درخواست طبي معاینه (الټراساونډ، ایکسری، سکین)
  • په ځینو حالتونو کې جراحي او د حالت اعاده (مثلاً فیزیوتراپي)
  • د ډاکټر د نسخې په اساس درمل (دواخانه)
  • نورې صحې لیدنې 

د صحي مرستې د غوښتلو نه مخکې اړینه ده چې یو درخواست د فیدازیل د صحي لګښتونو یونټ ته ولیږئ. 

د صحي مرستې غوښتنه به څنګه کوې؟

ډاکټر، روغتون یا فارمیسیست ته د ورتګ نه یو څو ورځې مخکې تاسو (یا ستاسو ډاکټر) باید د فیداسیل د صحي لګښتونو یونټ ته یو غوښتنلیک وسپارئ

فیدازیل به یې معاینه کوي چې دغه لګښتونه به ورکوي که نه.

که فیدازیل د لګښتونو د ورکولو سره موافقه وکړه نو ډاکټر، روغتون یا دواخانې ته به خبر ورکړي.

یوازې په دغه صورت کې تاسو ډاکټر، روغتون یا دواخانې ته تللی شئ.

فیډاسیل به روغتیايي لګښتونه بیرته ورکړي.‎ ‎

ایا تاسو په کور کې طبي رسید یا بیجک ترلاسه کړی پداسې حال کې چې فیدازیل مسئول دی؟

 

که تاسو په کور کې طبي بیجک (د یادداشتونو یا د ضمانت کونکو لیکونو په شمول) ترلاسه کړئ، تاسو باید دا لیکونه په لاندې پته فیدازیل ته ژر تر ژره واستوئ:

         Medical Costs Unit 

          Kartuizersstraat 21

          1000 Brussels

  •  هغه ریکوزیتوریم هم ورسره واستوئ کوم چې د بیجک سره راغلی وو. 
  • که چیرې د ډاکټر ملاقات په عاجل ډول ترسره شوي وي او دا ممکنه نه وه چې مخکې له مخکې د ریکوزیتوریم درخواست وکړئ، مهرباني وکړئ خپل ملي شمیره یا OV/SP شمیره اضافه کړئ. تاسو په هغه اسنادو (26 ضمیمه) کې چې تاسو د مهاجرت له دفتر څخه یې ترلاسه کوئ ملي شمیره یا OV/SP شمیره مومئ.  

فیدازیل به یې څیړنه وکړي چې دغه لګښتونه به تادیه کوي که نه.

ایا تاسو غواړئ چې پیسې درکړل شي ځکه چې تاسو لګښتونه په مستقیم ډول تادیه کړي؟


د طبي لګښتونو د بیرته تادیې لپاره د هر ډول درخواست لپاره، فیدازیل باید لاندې اسناد ولري: 

  • اصلې بیجک یا د هغه کاپې
  • د بیجک د تادیې مدارک
  • د بانک د کارټ کاپې که د بانک کارټ د ناروغ په نوم نه وي، د غوښتونکي یو لیک باید ضمیمه شي چې ټاکل شوي حساب شمیرې ته د تادیې لپاره موافقه کوي.
  • ریکوزیتوریم یا ستاسو شخصي توضیحات (ملي شمیره یا د OV/SP شمیره که چیرې ملاقات بیړنۍ وي او مخکې له مخکې د غوښتنلیک سپارل ممکن نه وي).
  • دا اسناد په لاندې پته فیدازیل ته واستوئ: 

          Medical Costs Unit

          Kartuizersstraat 21

          1000 Brussels

فیدازیل به یې څیړنه وکړي چې دغه لګښتونه به تادیه کوي که نه.

د صحی مرستي لپآره نور معلومات؟

فیدازیل صحي لګښتونه یونټ

د تلیفون له لارې د دوشنبې څخه تر جمعې پورې، د سهار له 9 بجو څخه د غارمي تر 12 بجو پورې شتون لري.
02/213 43 00 (NL)
02/213 43 25 (FR)
بریښنالېک: medic@fedasil.be
پته: Kartuizersstraat 21, 1000 Brussels

آیا تاسو بلجیم کې د خپل وضعیت په اړه کومه پوښتنه لرئ؟ 
د Fedasil Info Point  کې تاسو کولی شئ  د حقوقې مسلو، ستاسو د پناه غوښتنې طرزالعمل، کار، تعلیم او روزنې، اداري طرزالعملونو، بیرته راستنیدو مرستې، طبي او رواني مرستې او مادي ملاتړ په اړه پوښتنې وکړئ.

تاسو هلته نشئ کولی د استوګنې ځای غوښتنه وکړئ، د دې لپاره تاسو باید د استوګنې لپاره د انتظار په لیست کې نوم لېکنه وکړئ.


Fedasil Info Point

د Fedasil Info Point (فیدازیل د معلوماتو دفتر) د دوشنبې نه تر جمعې پورې، د سهار د 9 بجو نه د ماسپښین تر 1 بجې پورې خلاص وي.


Rue Héger-Bordet 3, 1000 Brussels
 

ټیلیفون: 0800 32 746   (د ماسپښین له 1 بجې څخه تر 4 بجو)

ایا ته عاجل کومک ته ضرورت لرې، یا په خطر کې یې؟ نو عاجل لمبر 101 یا 112ته زنګ ووهئ.