که ته د استوګنې په مرکز کې ژوند نه کوې

که ستا د پناهندګۍ د درخواست د کتل کېدو پر مهال د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږې، نو تا سره به کومه مالي مرسته نه کېږې. ته البته د صحي مرستېحق لرې.

په هغې موده کې چې بلجیم نړیوال حفاظت لپاره ستا په درخواست کار کوي، نو تا ته به د استوګنې په یو مرکزکې د اوسېدو ځای درکړی شي، کوم چې اکثر د فیدازیل یا سرې میاشتې د استوګنې مرکز وي. ستاسو د خوراک او استوګنځي پیسې د بلجیم دولت ورکوي.

دا امکان لري چې ته د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږې (کوډ 207 "غیرموجودګي") ځکه چې

  • تا د هرکلي مرکز کې نه اوسېدل غوره کړي: ته خپل د اوسېدو ځای لرې او یا کورنۍ یا دوستانو سره اوسېدلی شې. نو په دې خاطر یو شخصي ادرس باندې اوسېږې.
  • فیداسیل درته د اوسېدو ځای ندی درکړی: ته د اوسېدو د ځای حق نلرې.

که ته د استوګنې په مرکز کې نه اوسېږې نو د پناهنده په صفت درته کومه مرسته درکول کېږي؟

  • په تا لازمه ده چې د خوراک او انتظام غم په خپله وخورې
  • په تا لازمه ده چې خپل مالي ملاتړ خپله برابر کړې
  • ته د صحي مرستې حق لرې

آیا ته کډه کوې؟ د پناه غوښتنې خدماتو څانګه خبر کړه.

آیا تاسو بل شخصي ادرس ته کډه وړئ؟ ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو ددغې فورمې په کارولو سره خپل نوی پته د پناه غوښتنې خدماتو (DVZ/OE او CGVS/CGRA) ته ولیږئ.

آیا تاسو بلجیم کې د خپل وضعیت په اړه کومه پوښتنه لرئ؟ 
د Fedasil Info Point  کې تاسو کولی شئ  د حقوقې مسلو، ستاسو د پناه غوښتنې طرزالعمل، کار، تعلیم او روزنې، اداري طرزالعملونو، بیرته راستنیدو مرستې، طبي او رواني مرستې او مادي ملاتړ په اړه پوښتنې وکړئ.

تاسو هلته نشئ کولی د استوګنې ځای غوښتنه وکړئ، د دې لپاره تاسو باید د استوګنې لپاره د انتظار په لیست کې نوم لېکنه وکړئ.


Fedasil Info Point

د Fedasil Info Point (فیدازیل د معلوماتو دفتر) د دوشنبې نه تر جمعې پورې، د سهار د 9 بجو نه د ماسپښین تر 1 بجې پورې خلاص وي.

Rue Héger-Bordet 3, 1000 Brussels

ټیلیفون: 0800 32 746  (د ماسپښین له 1 بجې څخه تر 4 بجو پوري)