د مل کوچني د پناه غوښتنې پروسه

ایا تاسو سره یو ماشوم مل دی او د نړیوالي پناه غوښتنې لپاره مو غوښتنه کړي ده.؟ تاسو به دلته د خپلې پناه غوښتنې پروسې په اړه‎ ‎ ګټور معلومات ترلاسه کړئ.‎ ‎

دCGRS (CGRA/CGVS)‎‎ ‎ادارې به ستاسو د غوښتنلیک فورم د کډوالو د دفتر څخه ترلاسه کړي‎.‎. CGRS به ستاسو د پناه غوښتنې درخواست د  مرکې په اساس وا ازمایې‎.‎. د مرکې په جریان کې به، تاسو دا فرصت ولرئ ترڅو واضیح کړئ چې ولي په بلجیم کې خوندیتوب غواړئ.‎ ‎

مرکې ته چمتوالی نیول

تاسو، ستاسو ساتونکی‎ ‎ او ستاسو وکیل‎ ‎ به یوه بلنه د مرکې لپاره ترلاسه کړي. تاسو او ستاسو ساتونکی باید په مرکه کې حضور ولرئ. دا به هم ډېره ښه وې چې د مرستې لپاره وکیل ولرئ.‎ ‎

د مرکې وړاندي، ډاډ ترلاسه کړئ چې څومره کولی شئ زیات معلومات او ممکنه اسناد د

  • خپلې پیژندني او خپل عمر لپاره واخلئ
  • بلجیم ته ستاسو د سفر
  • دلیل چې ولي مو تیښته کړي
  • ‎[10هغه ممکنه ځای چې ستاسو کورنۍ پکې اوسیږي

CGRS

S دې معلوماتو ته اړتیا لري ترڅو وکولی شي چې په مستقیم ډول ستاسو غوښتنلیک ترسره کړي. ستاسو وکیل او ساتونکی به له تاسو سره په دغه معلوماتو ټولونه کې مرسته وکړي.‎ ‎

د ماشومانو مرکه

دغه مرکه څه ډول پرمخ ځي؟

مرکه به په بروکسیل کې د CGRS ودانۍ په یوه خونه کې ونیول شي. د CGRS څخه به د خوندیتوب یو افسر‎ ‎ ستاسو سره مرکه وکړي. د CGRS د خوندیتوب افسر دماشومانو په مرکه کې پوره تجربه لري او ستاسو سره مرسته کوي ترڅو په خپله ساده ژبه کې ټوله قیصه وکړئ.‎ ‎

ځکه چې تاسو تراوسه لا ماشوم یاست، CGRS ستاسو څخه د دې تمه نه لري چې باید ټولو پوښتنو ته ځواب وویاست.‎ ‎

د دې پرځای چې دروغ ووایې یا بی ځایه قیصه اوږده کړي دا ډېره غوره ده چې ووایاست چې تاسو په ځینو شیانو نه پوهیږي.‎ ‎

 

که تاسو چیرته په الماني یا فرانسوي نه پوهیږئ، نو تاسو د یو ژباړونکي غوښتنه کولی شئ. ژباړونکی ډاډ ترلاسه کوي چې تاسو او د خوندیتوب افسر د یو بل په خبرو پوهیږئ

تاسو همدا ډول کولی شئ چې په مرکه کې د ځان لپاره دیو باوري کس پشنهاد وکړئ. دا یو بالغ شخص دی چې تاسو پري باور کولی شئ، د مثال په ډول یو روان شناس، ښوونکی یا ټولنیز کارکونکی

د‎ CGRS اداره ممکن د کورنۍ غړي مرکې ته را دعوت کړي لکه ستاسو پلار یا ترور، ترڅو ستاسو حالت څرګند شي.

د مرکې په تعقیب سره

د خوندیتوب افسر به ستاسو د نړوال خوندیتوب لپاره ستاسو د غوښتنلیک څخه ارزونه وکړي.‎ ‎

هغه به راز راز عناصر وپلټي:‎ ‎

  • ستاسو د قیصې اعتبار
  • هغه معلومات چې تاسو راټول کړې ستاسو د قیصې سره مرسته کوي
  • ستاسو د اصلي هیواد حالت، په هیواد کې د هغه ځای حالت چې تاسو په کې اوسیدلئ

CGRS به ستاسو عمر، شالید او اړتیاوې په پام کې ونیسي.‎ ‎

د اروزونې وروسته، CGRS به تاسو ته د خپلي پرېکړي سره یو لیک واستوي.‎ ستاسو ساتونکی او وکیل به همدي ته ورته لیک ترلاسه کړي.‎ ‎