د کرونا ویروس واکسین

واکسین وکړئ. واکسین تاسې او ستاسې شاوخوا نور خلک د کرونا ویروس نه ژغوري او وړیا دي.

واکسین څنګه کار کوي؟

  • واکسین ستاسې بدن اړ کوي چې انټي باډیزجوړ کړي. 
  • دا انټي باډیز د ویروس سره مبارزه کې مرسته کوي. 
  • که تاسې بیا د ویروس سره مخ شئ، انټي باډیز به ستاسې خوندیتوب کوي. 

تاسې ولې باید واکسین وکړئ؟

  • د خپل ځان او ستاسې شاوخوا نورو خلکو د خوندیتوب لپاره.

کرونا ویروس ستاسې شاوخوا ډیرو خلکو لپاره خطرناک دی: 

  • هغوی چې د 65 کلونو نه ډیر عمر لري
  • هغه خلک چې د سږو، زړه یا وینې د جریان ناروغۍ لري 
  • هغه خلک چې شکر ناروغي یا د معافیت ضعیف سیسټم لري (د مثال په توګه هغه خلک چې سرطان لري)

مګر دا ویروس د ځوان، سالم خلکو لپاره هم خطرناک کیدی شي.

  • د ویروس خپریدو مخنیوي لپاره.

که چیرې په بلجیم کې د ټولو خلکو 70٪ څخه ډیر واکسین شي نو د ویروس د خپریدو چټکتیا به ټیټه شي. دې ته د هیرډ یا رمې معافیت وایی

  •  ستاسې ژوند به ژر بیرته نورمال حالت ته ستون شي.
  • دا د ویروس پروړاندې ستاسې بدن قوي کوي.

تر هغه وخت پورې د کرونا ویروس پروړاندې اقداماتو تعقیب کولو ته دوام ورکړئ چې په کافي اندازه خلک واکسین شي. د 1.5 متر واټن وساتئ، د مخ ماسک واغوندئ او خپل لاسونه اکثر ومینځئ.

 2 تزریقونه د مټ پورتنۍ برخه کې
تزریق د مټ پورتنۍ برخه کې

تاسې څنګه واکسین کیږئ؟

  • د واکسین یو تزریق به ستاسې د مټ پورتنۍ برخه کې وشي
  • ځینې واکسین داسې هم دي چې د لومړي تزریق نه یو څو اونۍ وروسته به تاسې دوهم ځل تزریق هم ترلاسه کوئ
  • د واکسین د تزریق 14 ورځې وروسته تاسې د کرونا ویروس پروړاندې په کافي اندازه خوندي او محافظت شوي یې

آیا واکسین خوندي دی؟

  • خلک د واکسینو جوړولو کې خورا ډیره تجربه لري. په ټوله نړۍ کې ساینس پوهانو په لنډه موده کې د واکسین جوړولو لپاره ډیر سخت کار وکړ. 
  • واکسین لومړی په ډیرې توجه او دقت سره د څو خپلواک نفرو په واسطه ازمول شوی دی. دا خوندي دی. 

آیا تاسې ته د واکسین نه وروسته ستونزې پیدا کیدی شي؟
تاسې کې ممکن دا علامې پیدا شي

  • ستاسې پورتني مټ کې یوڅه سور والی، درد یا پړسوب
  • ستړیا
  •  سر درد
  • د بدن د تودوخې یوڅه ډیریدل

دا نورمال دي او ډیره لویه خبره نده، دا جانبي عوارض یو څو ساعتونه یا ورځې وروسته ورکیږي.

آیا هرڅوک به واکسین شي؟
هو. د 18 کلونو نه ډیر عمر لرونکي ټول خلک واکسین کیدی شي.

  • د ځینې خلکو لپاره د واکسین سپارښتنه نه کیږي: د مثال په توګه هغه خلک چې د بدن تودوخه یې لوړه وي یا معافیت یې ضعیف وي (لکه د سرطان له امله). د نورو معلوماتو لپاره خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ. 
  • د (18 کلونو نه کم عمر لرونکي) ماشومان اوس نه واکسین کیږي.
  • واکسین جبري ندی.

لومړی څوک واکسین کیږي؟
په بلجیم کې د ټولو خلکو واکسین کیدل په څو مرحلو کې ترسره کیږي: 

  • لومړی، د استوګنیز پاملرنې مرکزونو کې میشت د ډیر عمر لرونکي خلک او روغتیایی کارکونکي
  • بیا د 65 کلونو نه ډیر عمر لرونکي او د لوړ خطر سره مخ ناروغ خلک
  • بیا د 18 کلونو نه ډیر عمر لرونکي ټول خلک.

تاسې به کله واکسین شئ؟

  • آیا تاسې د هرکلي مرکز کې ژوند کوئ؟ کله چې ستاسې نوبت راشي، د هرکلي مرکز کارمندان به تاسې خبر کړي. 
  • تاسې د هرکلي مرکز کې ژوند نه کوئ؟ تاسې به د لومړي او دوهم پیر واکسین لپاره د ملاقات لیک، پیغام یا بریښنالیک ترلاسه کړئ. تاسې باید خپل ملاقات تایید کړئ او په خپله سیمه کې د واکسین مرکز ته ورشئ.

تاسې به د واکسین لپاره ملاقات (نیټه او وخت) ترلاسه کړئ. خپل ملاقات د لاسه مه ورکوئ!