د هرکلي مرکز کې خپل ملاقات آنلاین راجسټر کړئ

د کورونا ویروس له امله د مهاجرت دفتر په مؤقت ډول د پناهندګۍ د درخواستونو لپاره نوملیکنه تغیر کړې ده. د ملاقات لپاره ضروري ده چې تاسو اول یوه آنلاین فورمه ډکه کړئ. نو بیا به بلنه درکړی شي چې خپل د پناهندګۍ درخواست راجسټر کړئ.

د کورونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره نور ددې اجازه نشته چې یوه ډله خلک یو ځای ته راغونډ شي، لکه قطار کې یا د انتظار اطاق کې.  په دې توګه بروکسل کې د هرکلي مرکز (Klein Kasteeltje) یوازې د مخکې نه جوړ شوي ملاقات په صورت کې خلاص دی. که تاسو د مخکې نه ملاقات ونلرئ، نو د هرکلي مرکز ته د داخلېدو اجازه به درنکړی شي.

د هرکلي مرکز کې خپل ملاقات آنلاین راجسټر کړئ

  • آنلاین فورمه (په هالنډي یا فرانسوي ژبه کې) د مهاجرت دفترپه ویبسایټ کې ډک کړئ:

               https://arrivalcenterappointment.ibz.be/fr

  • بشپړه شوې فورمه به په اتوماتیک ډول د مهاجرت دفتر ته ولېږل شي.
  • د مهاجرت دفتر به تاسو ته ملاقات لپاره (د نېټې او وخت سره) یو تصدیقي ایمیل درواستوي.

د هرکلي مرکز کې ستاسو ملاقات
تاسو به بروکسل کې د هرکلي مرکز ته (Klein Kasteeltje) د خپل ملاقات په ټاکلې نېټه او وخت په خپله (او یا د خپل فامیل سره) حاضرېږئ.

مهرباني وکړئ دا خبره یقیني کړئ چې خپل ملاقات ته په وخت حاضر شئ. که تاسو ناوخته راشئ نو بیا به درباندې لازمي وي چې نوی آنلاین ملاقات جوړ کړئ.

د هرکلي مرکز کې په تاسو لازمي ده چې په سختۍ سره د کورونا ویروس د خورېدو د مخنیوي لپاره تدابیر مراعت کړئ:

  • د نورو خلکو څخه 1.5 میتر فاصله وساتئ
  • د یو بل سره نږدې مه ودرېږئ او ډله مه جوړوئ
  • نورو خلکو ته لاس مه وروړئ

طبي سکریینګ 
کله چې تاسو د هرکلي مرکز ته راشئ نو یوه نرسه به تاسو معاینه کړي چې آیا کورونا ویروس درته لګېدلی که نه. نرسه به ستاسو حرارت وګوري او دا ګڼ شمېر پوښتنې به درنه وکړي. ستاسو د سږو ایکسری به هم جوړه کړی شي. 

د استوګنې ځای 
وروسته له هغې چې د هرکلي مرکزکې مو نوملیکنه وشوه، نو فیدازیل به ګوري چې آیا تاسو د هرکليد ځای حق لرئ که نه. که چیرته تاسو د هرکلي د ځای حق لرئ نو فیدازیل به تر هغه وخته چې ستاسو د پناهندګۍ درخواست ارزول کېږي درته د هرکلي په یو مرکز کې د استوګنې ځای درکړي.